IQNA

د نبیانو روزنیزه روده ،ابراهیم(ع)/8

 له نفس سره جهاد

22:28 - June 26, 2023
د خبر لمبر: 3487534
ایکنا-(تهران) معمولا ټول انسانان  پخپل باطن  کې د ځينو منفی ځانګړنو په شتون خبر دي او په تربتي رودو سره د هغو د ختمولو په لټه کې وي. له نفس سره له جهاد سره بلدتیا او د الهي پیغمبرانو په سیرت کې ئې لټول او ارزول  له دې اړخه د توجه وړ دي.

له نفس سره جهاد چې پر نفس ئې تپل ګڼي، یوه هغه تربیتي او روزنیزه روده ده چې که په لوړ همت او ډير صبر سره یوځاي شي، نو پر انسان  ډيرژ زیاتې اغیزې شیندلی شي. له نفس سره جهاد یعني هغو ښو او سمو کارونو ته د ځان مجبورول  چې دهغه د ګروهنو  او نفساني خواهشاتو په اپوټه وي.

په دغې رودې کې مربی ،استاد او هغه څوک چې تربیت کیږي، یو کس کیدلی شي،په حقیقت کط پخپله انسان دغه اړتیا د ځان لپاره رامینځةکوي. دغه روده له باطني ناخوښئ سره سره ترسره کوي، یعني مثال یو کس تصور کړئ  چې ډیر زیات پور لري او په یوه ځاي کې ناڅاپي ډيرې پیسې وموندي ،نو لکه څنګه چې دغه کس دغو پیسو ته اړتیا لري ،نو دغه پیسې اوچتولی شي، او خپل ورباندې پرې کولی شي،خو د باطني ګروهنې په خلاف د هغو پیسو خاوند پيدا کوي او هغه پیسې خپل خاوند ته بیرته ورګرځوي.

په دغې رودې کې ،انسان ځان اخلاقي چلندونو ته مجبوروي او سوکه سوکه ځان  له  هغو اخلاقي فضایلو سره پخلا کوي او  ورڅخه خوند اخلي. په دې حالت کې انسان عادتیږي چې ځان  پخپله له ځانه اخلاقي چلندونه رابرسیره  او نندارې ئې وړاندې کړي او له غیر اخلاقي کارونو لیرې ووسي.

د حضرت ابراهیم علیه السلام  د ژوند په رودې کې  له هفس سره  له دغه جهاده ځیني مثالونه وینو.

1   په وچې او بې اوبو دښتې کې د ماندینې او بچي هستوګن کیدا.

« رَّبَّنَا إِنىِّ أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتىِ بِوَادٍ غَيرِ ذِى زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلَوةَ فَاجْعَلْ أَفئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تهْوِى إِلَيهِمْ وَ ارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُون ؛ ائ پروردګارهٔ! زه له ځينو بچیانو څخه په بې اوبو او وچې دښتې او ټاټوبي کې ، دهغه کور ترڅنګ چې ستا حرم دی، دیره شوم څو لمونځ قایم کړم، ته د خلکو دیوې ډلې زړونه  ورته متوجه کړه،او دهغو له ګټو ورته روزي ورکړه ،شاید دوي د تا شکر وکړي.::

 حضرت ابراهیم کله چې له هاجره چې  دهغه وینځه وه ،د اسماعیل په نامې سره دیوه بچي پلار شو ،نو په دغې واقعې د حضرت ابراهیم لومړي ښځې پخپل زړه کې  تر یوه حده حسد  احساس کړ او ابراهیم څخه ئې وغوښت چې دغه مور او بچی یوه بل ځاي ته منتقل کړي، نو  له الهي فرمان وروسته ابراهیم دغې غوښتنې ته تسلیم شو او هاجر او اسماعیل ئې مکې ته چې یو بې اوبو اووچه دښته وه ،منتقل کړ.

طبیعي ده چې  انساني عواطف انسان ته ددغه شان کار اجازت نه ورکوي، او انسان نه غواړي چې یوه یوازې ښځه له یوه ماشوم سره په بیابان کې پریږدي  او ترې لاړ شي، خو ابراهیم  لکه څنګه چې الهي فرمانونو ته تسلیم ؤ ، له ځانه تیر شو او دخداوندمتعال حکم ئې اجرا کړ.

1 د بچي د ذبح کولو ماموریت؛،

« فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْىَ قَالَ يَابُنىَ‏ إِنىّ‏ أَرَى‏ فىِ الْمَنَامِ أَنىّ‏ أَذْبحُكَ فَانظُرْ مَا ذَا تَرَى‏  قَالَ يَأَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ  سَتَجِدُنىِ إِن شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابرِين فَلَمَّا أَسْلَمَا وَ تَلَّهُ لِلْجَبِين ؛او کله له هغه سره  د ؛سعي ؛ ځاي ته ورسید،نو وې وئيل، ؛سعي  ؛  راورسید، وې وئيل، ائ زما واړه زویه! ما په خوب کې داسې  ولیدل چې  له تا سر غوڅوم ، ګوره ستا څه خیال دی؟وې وئيل، ائ زما پلاره! هغه چې  ورباندې مامور شوی ئې ،ترسره ئې کړه،ان شا الله  ما به له صبر کونکو ووینې، نو کله چې هر دواړو خبره سره یوه شوه ،نو پر یوه بل ئې درود واستوهٔ او زوی ئې پر خاورو په ټَنډې څملاوه (صافات:102و103)

حضرت ابراهیم علیه السلام د خداي  تعالی له پلوه د خپل بچي پر ذبح کولو مامور شو،او  ددغه عمل تر ترسره کولو پورې هم پرمخ لاړ،البته  له دې وروسته چې وې لیدل چاقو د اسماعیل مرئ  نه غوڅوي ،نو دخداي تعالی له خوا آواز راغی . « وَ نَادَيْنَاهُ أَن يَإِبْرَاهِيمُ قَدْ صَدَّقْتَ الرُّءْيَا  إِنَّا كَذَالِكَ نجَزِى الْمُحْسِنِينَ انَّ هَاذَا لهوَ الْبَلَؤُاْ الْمُبِين وَ فَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيم ؛ هغه ته مو غږ وکړچې ائ ابراهیمه!خپل خوب دې په حقیقت بدل کړ،مونږ نیکو خلکو ته داسې انعام ورکوو،بې شکه چې دا هماغه  ښکاره امتحان ؤ ،اوهغه  مو د یوې لوئې قربانۍ  په بدل کې پریښودـ( صافات سوره- له ۱۱۰۴تر ۱۰۷پورې آیتونه )

captcha